د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان کلي د استنادي دېوال له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۶
ولسوالی سانچارک

۱۴۴۷/۴/۲۱

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وایي، د ریاست اړوند تخینکي ټیم یې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اوقاف کلان کلي د استنادي دېوال د چارو د پیل او پرمختګ څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي نوراني وایي، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د انکشافي چارو د څار کمېټې په ملتیا، د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان کلي د استنادي دېوال د پروژې د څارنې او پرانیستې په موخه یادې سیمې ته سفر وکړ.

نوموړی واي، په لومړي پړاو کې، د پروژې له قراردادي شرکت او د سیمې له اوسېدونکو سره کتنه وشوه، وروسته د یادې پروژې د عملي کار بهیر له نږدې وکتل شو.

محترم مولوي نوراني زیاته کړه، د څارنې ټیم له خوا قراردادي شرکت ته د کار د کیفیت د ښه والي په موخه لازمې او اړینې لارښوونې او اصلاحی وړاندیزونه وشول.

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، په دغه ولایت کې د پروژو د کیفیت او معیار خوندیتوب برخه کې یې جدي دي او هڅې یې پیل کړي چې منظمه ښاري پراختیا رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت