د کونړ ولایت ستراتېژیک پلان د منظورۍ اخیستلو لپاره وړاندې شو

۱۴۴۷/۰۳/۲۰
د کونړ ولایت لپاره جوړ شوی ماسټر پلان د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني ته، د منظورۍ اخیستلو په موخه وړاندې او تشریح شو.
د ملي جامع پلان ریاست محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري د کونړ ولایت د ستراتېژیک پلان د وړاندې کولو پر مهال د دغه پلان ټول پړاونه او جزیات شریک کړل.
محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د کونړ ولایت ځمکنی وضعیت، د نفوسو کچه، سیاحتي ارزښت او نور موارد دې په پام کې ونیول شي او د تګ راتګ لارې چې خورا کوچنۍ دې باید پراخه شي.
ښاغلي وزیر وویل، لازمه ده چې یو تخنیکي ټیم د کونړ ولایت ته بیا سفر وکړي او هلته د کونړ له محترم والي او له نورو اړوندو ادارو او خلکو سره په همغږۍ ساحې له نږدې وګوري، اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د واقعیتونو سره سم د پلان مسوده ترتیب شي.
محترم وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د پلان د لا غني کېدو په موخه ځینې د پام وړ وړاندیزونه وکړل، د تګ راتګ لارې یې په نښه کړې، د سیند پر سر یې د پلونو اړتیا او نورو مواردو ته اشاره وکړه، چې په تطبیق سره به یې پلان لا بډایه شي.
تمه ده چې تخنیکي ټیم به په نږدې وخت کې کونړ ولایت ته سفر وکړي او د پلان د بډایه کېدو لپاره به لاس په کار شي، ترڅو بشپړ او د منظورۍ اخیستلو لپاره بیا وړاندې شي.
ستراتېژیک پلان د پنځه کالونو لپاره د ښارونو د منظم پرمختګ، ښاري خدمتونو او د راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم سند دی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو لپاره یې په جوړولو بوخت دی، څو د طبیعي شرایطو، نفوسو، اقتصادي اړتیاوو او سیاحتي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره ښارونه د معیاري پرمختګ پر لور رهبري کړي.