د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د ښاري سرغړونو په موخه ارزونه پیل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
شهرک امید سبز

۱۴۴۷/۳/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ارزونې لړۍ پیل کړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په پیل کې د ټیم رسمي پېژند پاڼه د شپږمې ناحیې محترم ریاست ته د اړوندو ادارو د همغږۍ لپاره وسپارل شوه، او بیا دغه پېژندپاڼه د امید سبز ښارګوټي د دفتر مسؤلینو ته هم وسپارل شوه.

نوموړی وایي، ټیم ته د ښارګوټو د څېړنې او څارنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شوي دي چې ښار له بېلا بېلو برخو لکه سایټ پلان، عام المنفعه، استوګنې او سوداګرۍ، چاپېریال، اوبه رسولو او کانالیزاسيون، برېښنا او نوري فایبر، سړک او ترانسپورت، د ښار حدود او حریم، او جي ای ایس برخو څخه جوړ شوی دی.

محترم مولوي عبدالمنان حقاني وایي، هرې ډلې په خپل اړوند سکتور کې خپلې څارنې او ارزونې پیل کړې دي، چې په خبره یې ساحوي فعالیتونه به دوام وکړي، ترڅو دقیق ارقام او معلومات راټول کړي او د وزارت د منظور شوې نقشې سره د ښارګوټي د واقعیتونو ورته والی وڅاري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۲:۳۸
Background image

په غزني کې د سوداکریزمارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۳

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارزاقو عمومي مدیریت دسوداګریز مارکېټ د دوامدارې څارنې په ترڅ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د اسنادو بشپړولو د پړاونو پروسې پر لنډولو، ساده کولو او اسانه کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۵/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ، په دغه وزارت کې د اسنادو بشپړولو د پړاونو پروسې پر لنډولو، ساده کولو او اسانه کولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۳۱
Background image

په سرپل ولایت کې د  ۳۳۵ متري سړک د جوړیدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۱۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ د مدیریت د وړاندیز او د مقام ولایت د حکم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت