د جوزجان په آقچه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ د ګودام له چارو تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۳:۵۷
.

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د تخنیکي ټیم او موظف هیئت په ملتیا یې د اقچه ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د ګودام له ودانیزو چارو لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي فیضان وایي، دغه څارنه د انجنیري چارو د ارزونې، کیفیت سنجولو او د تطبیق د میکانېزم د څېړنې په موخه ترسره شو، چې د لیدنې په مهال، د ګودام د پلستر کارونه، د ساختماني موادو کیفیت، د کار ساحه او پرمختګ تر جدي څار لاندې ونیول شول.

نوموړی وایي، د ساختماني شرکت مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې، څو د پروژې ټول تخنیکي او ساختماني کارونه د تصویب شوې نقشې، د براورد شویو حجمونو، تدارکاتي شرطنامې او د انجنیري معیارونو مطابق پرمخ یوسي.

همداراز، د کار د لا ښه والي، اغېزمنتوب او دوامداره کیفیت لپاره یو لړ مسلکي نظریات او وړاندیزونه هم وړاندې شول.

د هغه په خبره، یاده پروژه تر اوسه ۸۰ سلنه بشپړ شوې او که د همدې کیفیت په رڼا کې کار دوام ومومي، نو ژر تر ژره به بشپړه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پروژو پر وخت او د معیار مطابق تطبیق ته ژمن دی، او دا ډول څارنیزې لیدنې به دوام ولري تر څو د عامه شتمنیو د مؤثر مدیریت، شفافیت، او خلکو ته د باکیفیته خدماتو رسول ډاډمن شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د جوزجان په آقچه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ د ګودام له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د تخنیکي ټیم او موظف هیئت په ملتیا یې د اقچه ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د ګودام له ودانیزو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۱۵
Background image

د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي د دویمې مرحلې د سړک له قیر چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې، په دغه ولایت کې، د صنعتي ښارګوټي د دویمې مرحلې د سړک له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

لغمان کې د اندروړ کلي د صحي کلینیک د ودانیزو چارو ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، اړوند فني او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې، د عامې روغتیا ریاست له استازو او اړونده ادارو سره. . .

BACK TO NEWS