په ننګرهار ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۲
ننګرهار

۱۴۴۷/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د GIS او سروې ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له مسلکي کارکوونکو سره په ګډه، د یاد ولایت د روداتو ولسوالۍ په روغانو سیمه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې ترسره کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د جي ای ایس ریاست محترم  رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، چې یاد تخنیکي ټیم د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ۱۸،۱۸۹ جریبه ځمکه سروې کړه.

د نوموړي په وینا، دا سروې د هغو تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابروي چې د کډوالو ښارګوټي لپاره د تفصیلي پلان جوړولو، بنسټیزو تأسیساتو، او خدماتي اسانتیاوو لپاره اړین دي.

همداراز، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وویل، چې یاده سروې د مسلکي ټیم له خوا په معیاري تخنیکي وسایلو ترسره شوې ده، څو د ځمکې طبیعي جوړښت، ارتفاعي توپیرونه، د اوبو مسیرونه او د سیمې حدود په دقیقه توګه ثبت شي.

په ورته وخت کې انجنیر لطیف زیاته کړه چې د سروې پایلې به د وزارت اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، ترڅو د کډوالو د ښارګوټي لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق تفصیلي پلان طرحه شي، چې د ملي پراختیا، خدماتو او د استوګنې د ښه تنظیم لپاره مهم بنسټ اېږدي.

دا تخنیکي سروې به د هېواد د هغو زرګونه راستنو کډوالو لپاره چې د ژوند د نوې مرحلې پیل ته سترګې په لار دي، یو عملي ګام وبلل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د مهاجرینو ښارګوټو جوړولو په پار نږدې څلرویشت (۲۴) زره جریبه ځمکه د کور او ښار جوړولو وزارت ته انتقال شوه

۱۴۴۸/۳/۱۳

د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه‌الله تعالی و رعاه د پنځو بېلا بېلو حکمونو له مخې، د هېواد په پنځو ولایتونو (ننګرهار، هلمند، نیمروز،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۶
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د تېلو ټانک د جوړولو په موخه توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د تنګي غارو په سیمه کې د یوه باب تېلو ټانک د جوړولو لپاره د ځمکې توپوګرافي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۸:۵۶
Background image

د فراه ولایت مرکز باغ پل سیمه کې د ترکاري پلورونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳

د فراه ولایت د مرکز اړوند د باغ پل په سیمه کې د ترکاري پلورونکو مارکېټ له ودانیزو چارو له بهیر څخه د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم څارنه وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت