د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸
د پکتیکا لایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په درې نوو جوړېدونکو مسجدونو (د دویمې حوزې جومات، د مامورینو جومات، او د ښاروالۍ جومات) له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سیف الجهاد ویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د مامورینو او ښاروالۍ جوماتونو د تهدابونو کانکریټ اچونه او سنګ کاري بشپړه شوې دي او د رینګ بیم سیخ بندي روانه ده، همداراز د دویمې حوزې جومات د تهداب خط اچونه او کندن کاري پای ته رسېدلې او پاتې چارې د انجنیرانو تر هدایت لاندې دوام لري.
د نوموړي په خبره، د چارو پر مهال ځینې ستونزې ولیدل شوې چې د ریاست د استازو لخوا اصلاح او اړوندو انجنیرانو ته لازمې لارښوونې په لیکلي او شفاهي ډول وسپارل شوې.