د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره ښارګوټی پرانستل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۴۵
..

۱۴۴۶/۱۲/۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د ښاغلي اداري او مالي مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د یو ښارګوټي پرانسته وکړه.

یاد ښارګوټی په ټولیز ډول د ۱۵۱۰ جریبه امارتي ځمکې په ساحه کې جوړ شوی، چې په کې ۱۱۴۰ نمرې ترتیب شوې دي.

دغه نمرې د اړتیا او نفوس له مخې په درېیو کټګوریو وېشل شوي چې پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې راځي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاغلي سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، دغه وېش د دې لپاره ترسره شوی، چې مهاجرینو ته د استوګنې مناسب فرصت برابر شي او دوی وکولای شي له امن او وقار سره په خپلو نوو استوګنځایونو کې ژوند وکړي.

نوموړي وویل، د اسلامي امارت د پالیسۍ اساسي اصل مهاجرو او بې ‌سرپناه هېوادوالو ته پاملرنه ده او په خبره یې دا ښارګوټی د همدې ژمنې ژوندۍ بېلګه ده، ترڅو خلک په خپل حق، امن او عزت کې ژوند وکړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د ښارګوټي پرانستل یو بنسټیز ګام دی، چې نه یوازې د استوګنې اړتیا پوره کوي، بلکې د سیمې په ښاري پراختیا، نظم او خدماتو کې هم رغنده رول لوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان او لویو زیربنايي پروژو په اړه د افغانستان او ازبکستان د پلاوو تر منځ په کور او ښار جوړولو وزارت کې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره یوځای، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳۳
Background image

د میوند واټ د پوست‌خانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت