په امارات ښارګوټي کې د مستردو اپارتمانونو د قسطونو د تادیاتو په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۲۰
د مسکن معینیت

۹/۱۱/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال او د اماراتو ښارګوټي د اپارتمانونو د بیرته ترلاسه کولو پلان کمېټې مشر، الحاج محمد اسماعیل فایز، د اماراتو ښارګوټي د اپارتمانونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره د قسطونو د تادیې په اړه د د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست او د وجهي صندوق له مسؤلینو سره وکتل.

په دې غونډه کې، چې د انسجام املاک و اسکان ریاست مسؤلینو هم ګډون کړی و، دوی د کابل ښار په قصبه کې د اماراتو ښارګوټي اپارتمانونو د پاتې قسطونو د راټولولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال الحاج محمد اسماعیل فایز وویل، چې د اپارتمانونو مالکینو ته باید خبر ورکړل شي چې د خپلو اپارتمانونو ټولې پاتې قسطونه په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې ورکړي، که نه نو، دوی باید اپارتمانونه خالي کړي.

په غونډه کې دا هم وویل شول چې د ملکیت لنډمهاله اسناد به هغو مالکینو ته وویشل شي چې پیسې یې ورکړې دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS