له تېرو دوو کالونو راپدېخوا اتیا بېلا بېل ښاري پلانونه جوړ شوي دي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۳۲
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۹/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون د جوړېدو څخه تر دې دمه (۸۰) قطعې بېلا بېل ښاري پلانونه جوړ شوي دي.

د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون سکرتر محترم انجنیر بدلون امیري وایي، په دې پلانونو کې تفصیلي پلانونه، اصلاحي پلانونه، د بهسازۍ پلانونه، د کډوالو د ښارګوټو لپاره تفصیلي پلانونه، د اوبو رسولو او د فاضله اوبو د وېستلو لپاره پلانونه او د نقشو بیا کتنه شامل دي.

د نوموړي په خبره، یاد پلانونه د ټولو ولایتونو لپاره ترتیب شوي چې، په ورسره به ښاري پراختیا منظمه شي او د غیرې پلانې ودې او پراختیا مخه به ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په هېواد کې ټولې د ابادۍ چارې د منظمو پلانونو له مخې ترسره شي او د خپلسرو مخنیوی وشي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان او لویو زیربنايي پروژو په اړه د افغانستان او ازبکستان د پلاوو تر منځ په کور او ښار جوړولو وزارت کې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره یوځای، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳۳
Background image

د میوند واټ د پوست‌خانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت