میدان وردګ ولایت کې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو او ښاري پراختیا خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵۳
.

۱۴۴۶/۰۸/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر او په مرکز د اقتصادي زونونو د پارختیا محترم رئیس الحاج محمد مسعود سره وکتل او په ځینو مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر په دغه ولایت کې د شته ښاري ستونزو، اړتیاوو، او وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، اړتیا ده چې، په یاد ولایت کې شته اقتصادي پارک پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او نورې پراختیایي پروژې هم پلي شي.

ورپسې د اقتصادي زونونو د پراختیا محترم رئیس الحاج محمد مسعود او ورسره پلاوي یې په میدان وردګ ولایت کې د شته اقتصادي پارک د سرته رسېدلو چارو او پاتې چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پراختیایي بودیجې غوښتنه یې وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، پر یوه طرحه دې کار وشي چې، له واقعیت سره برابره وي او په عملي ډګر کې اغېزمنه وي، بیا به یې په اړه پرېکړه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې له ځمکو د ګټورې او اغېزمنې استفادې په موخه منظم پلانونه جوړ او پلي کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت