پکتیکا ولایت کې نږدې درې زره جریبه ځمکه سروې شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۱:۲۱
پکتیکا

۱۴۴۶/۰۶/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې پکتیکا ولایت کې دوه زره او اووه سوه (2700) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د پکتیکا په مرکز ښرنې ښار کې توپوګرافي سروې کړه.

نوموړی وایي، له دغې سروې موخه دا وه، چې د سروې شوې ساحې لپاره اصلاحي پلان جوړ شي.

له ځمکو د اغېزمنې ګټې پورته کولو په موخه سروې او نورې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت کاري لومړیتوبونه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۶
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیزو پروژو د تطبیق په موخه د ځمکو پر انتقال خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ له عمومي رئیس محترم مولوي محمود مظلوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د ودانۍ د څارنې لارښود ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۶/۲۳

د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د ودانۍ د څارنې کمیټې، چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنگان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شوی

۱۴۴۷/۰۶/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اي ایس ریاست محترم رئیس وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سمنگان ولایت مرکز کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان په بریالیتوب سره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت