د سمنگان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شوی

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۳۴
سمنګان ولایت

۱۴۴۷/۰۶/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اي ایس ریاست محترم رئیس وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سمنگان ولایت مرکز کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان په بریالیتوب سره ترتیب او تطبیق کړی دی.

یاد ښارګوټی چې ۲۱۰۰ جریبه ځمکه لري، په ټولیز ډول پکې ۱۴۶۹ استوګنیزې نمرې طرحه شوې دي، دغه تفصیلي پلان د شاوخوا ۱۴۶۹۰ کسانو د استوګنې لپاره ترتیب شوی دی، چې د سیمې د نفوس، خدماتي اړتیاوو، زیربنایي شبکو او د ښاري پراختیا د معیارونو پر بنسټ طرحه شوی دی.

د سروې او جي ای ایس ریاست مسؤلین زیاتوي چې د دغه ښارګوټي تفصیلي پلان جوړول به د بې‌ځایه شویو او مهاجرینو د اساسي ستونزو د حل تر څنګ، په سیمه کې د منظمې ښاري ودې لپاره نوې زمینه برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارګوټو د منظم پلان جوړونې، سروې، جي ای ایس  او تخنیکي طرحو اساسي مسؤلیت لري. د سمنگان د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب د دې وزارت په هغه مهمو پروژو کې شمېرل کېږي چې موخه یې د استوګنې منظم چاپېریال، مناسب خدماتي زیربناوې او د اوږدمهاله ښاري ودې لپاره معیاري بڼه رامنځته کول دي.

دغه پلان به د راتلونکي تطبیق، خدماتي تاسیساتو، سړکونو، عامه ساحو او بنسټیزو اسانتیاوو د ایجاد لپاره اساسي نقشه او تخنیکي لارښود وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت