کابل کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه عامه پوهاوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۵۳
کابل

۱۴۴۶/۰۶/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د کابل په اولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد پوهاوی په اولسمه ناحیه کې د کامیاب استوګنیز ښارګوټي ساحه کې ترسره شو.

نوموړی وایي، په یاد ښارګوټي کې د ګذر وکیل د شتون په صورت کې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو، چې کومې چارې د قانون او پلان خلاف عمل دي او باید دوی ترې ډډه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو مخنیوي برخه کې جدي دی او له ټولو هېوادوالو غواړي چې له سرغړونو ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت