د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د یو ستر بهرني شرکت له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۵۹
وزارت شهر سازی و مسکن

۱۴۴۶/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د داینیک شرکت له مشر ښاغلي عبدالله شورش یازیجي او د دغه شرکت له بل همکار ښاغلي مراد سوزکیسن سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، کابل ښار کې پر اصلاح او بهسازۍ ، مسکن او نورو برخو خبرې وشوې.

ښاغلي عبدالله شورش یازیجي، د خپل شرکت تجربو او تیرو کارونو په تړاو د کور او ښار جوړولو وزیر ته معلومات ورکړل، او یادونه یې وکړه چې له دوی سره یو شمېر نور شرکتونه هم شته چې غواړي په کابل کې پانګونه وکړي.

دغه ترکي پانکوالو زیاته کړه، که کابل کې ورته زمینه برابره شي، د اسلامی امارت سره په ګډه به په هغو غیرې پلاني سیمو کې په نړیوال معیار برابر ښارګوټي جوړ کړي، چې ډیرې قیمتي سیمې یې نیولي دي او د کابل د ښار ښکلا یې زیانمنه کړې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، ترکي پانکوالو ته وویل، نور ترکي شرکتونه دې هم کابل ته راشي، ساحې دې له نږدې وګوري او د کور او ښار جوړولو وزارت به ورته زمینه برابره کړي.

تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به یو شمېر نور بهرني شرکتونه کابل ته راشي او د پانګونې لپاره به پر شرایطو او اصولو خبرې وشي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS