د کډوالو د ښار ګوټو پلانونه دې ژر طرحه او ترتیب شي
۱۴۴۶/۴/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د دې وزارت یو شمیر رئیسانو د کډوالو د ښار ګوټو د پلانونو پر طرحه او ترتیب او د کارونو د همغږۍ په تړاو خبرې وکړې.
په ناسته کې لومړی، د ښارګوټو د پلانونو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو او په سروې، طرحه او ترتیب خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.
همداراز په دې ناسته کې په ښاري پلانونو کې پر نظم او ترتیب خبرې وشوې، پریکړه وشوه چې په راتلونکې کې دې یادې ستونزې حل شي.
په ورته وخت کې د اړوندو ریاستونو د مسؤلینو لخوا د کډوالو د ښار ګوټو د پلانونو او طرحو په تړاو راپور وړاندې شو، چې د پلانونو د ترتیب لپاره په کونړ، ننګرهار او غزني ولایتونو کې سروې بشپړه شوې او پاتې نورو ولایتونوکې د سروې ټیمونه د کار په حال کې دي.
ښاغلي بامیاني وویل، د کډوالو د ښارګوټو د پلانونو طرحه او تر تیب دې د کارونو په سر کې ځای ور کړل شي او اړوند ریاستونه دې خپلو کارونو ته چټکتیا ور کړي.
ښاغلي مرستیال بامیاني زیاته کړه، د بیخ بنا او سر بنا کارونه دې په همغږۍ تر سره شي او د کارونو لومړیتوب دې په نظر کې ونیول شي تر څو چارې په ټاکلي وخت کې تر سره شي.