په هلمند ولایت کې د دوه پوړیزه ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۴/۲۴
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي، د مختار معلمین پروژې د تفصیلي پلان او په دې پروژه کې د یو باب ښوونځي له ودانیزوچارو څارنه تر سره شوه.
د مسؤلینو په خبره، د کډوالو او بیرته را ستیندونکو د ریاست په غوښتنه د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د یادې پروژې څارنه تر سره شوه.
د یادې پروژې مالي لګښت د ملګروملتونو د کډوالو په برخه کې د عالي کمیشنرۍ د ( (UNHCR لخوا ور کول کیږي، چې ودانیزې چارې یې د یو خصوصي شرکت لخوا پر مخ وړل کیږي.
یاده پروژه په دوه جریبه ځمکې کې تطبیق کیږي چې اداري تعمیر يې په لس بسوو کې جوړیږي، چې دمګړۍ د ښوونځي په خوا کې د پیاده لارو د جوړیدو، د لومړي او دویم پوړ پاکوالی او د ګل کارۍ چارې روانې وې، چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.
په دې څارنه کې د نقشې مطابق د کارونو بشپړول او د فني او غیرې فني کارکونکو د چارو د دقیقې څارنې په موخه قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې.