په هلمند ولایت کې د معافیت کتلوي د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۴/۳
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نیک محمد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د معافیت کتلوي د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي نیک وویل، د دې پروژې د لومړي او دویم پوړ کاشي کارۍ جریان درلود چې له چارو یې څارنه وشوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د اداري تعمیرونولپاره نقشې ډیزاین کوي، وروسته یې له ودانیزو چارو څارنه کوي.