د کور او ښار جوړولو وزیر د شهرنو ښارګوټي د ځمکې په تړاو له عامو معترضو خلکو سره وکتل

۱۴۴۶/۰۲/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ بلخ ولایت ته د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو تللي هیئت په دغه ولایت کې د شهرنو ښارګوټي کې شامل ځمکو په تړاو له بېلا بېلو درې ډلې معترضو عامو خلکو سره وکتل.
په دغه کتنه کې، الحاج شیخ حمدالله نعماني او ورسره تللي هیئت د ټولو راغلو خلکو نظریات او دلایل واورېدل او غوښتنه یې ترې وکړه چې د سبا لپاره د خپلې غوښتنې مطابق د ځمکې په تړاو قبالې، د ځمکو اندازه، د تصفیې اسناد، او نور معتبر اسناد له ځان سره راوړي او هیئت ته دې یې وړاندې کړي.
ځینو راغلو خلکو غوښتنه درلوده، چې د دوی ځمکې دې په اصولي او قانوني توګه د یوې امارتي ادارې له لوري د یو معتبر سند په بدل کې د ښارګوټي لپاره ورکړل شي او په مقابل کې دې دوی ته د موافقې له مخې بدیل یا بیه ورکړي.
په بلخ ولایت کې د شهرنو ښارګوټي پروژه له تېر ۱۳۷۲ کال راهیسې تطبیق ته چمتو، خو په دې ۳۱ کاله کې د بېلا بېلو دلایلو او موانعو له امله نه ده عملي شوې.
اوسمهال د ا.ا.ا هڅې پیل کړي چې په تړاو یې د خلکو او ښارګوټي شته ستونزې حل، موانع لیرې او د عملي کولو لپاره یې زمینه برابره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، په دې لټه کې دی چې د حقیقت په درک کولو د خلکو او ښارګوټي حقوق خوندي کړي او په راتلونکي کې یو د بل پر حقوقو تېری ونه کړي.
د ټولو اړخونو د اسنادو تر کتنې او څېړنې وروسته به بشپړ راپور چمتو او د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې شي.