جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنیز فعالیتونه ترسره شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۵۲
جوزجان

۱۴۴۷/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په جوزجان ولایت کې، له تفصیلي پلان سره سم د(i) پروژې له ساحې څخه څارنه او ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په دغه څارنه کې د ولایت محترم مقام، امنیه قومندانۍ، ښاروالۍ، د فواید عامې ریاست، او د اوبو او انرژۍ ریاست محترمو استازو هم ګډون کړی وو.

نوموړی وایي، موخه دا وه، څو د کارونو روڼتیا، همغږي، او د ناقانونه ودانیو مخنیوی یقیني شي.

محترم حقاني وویل، د تفصیلي پلانونو پر اساس د پروژې تطبیق وڅارل شو، او هغو وګړو ته چې د ودانیزو چارو پیل ته چمتو وو، خبرتیا ورکړل شوه چې باید له خپلسرو او له اجازې پرته جوړښتونو څخه ډډه وکړي.

هغه وایي، خلکو ته سپارښتنه وشوه چې خپل ساختماني فعالیتونه د کور او ښار جوړولو له ریاست او له ښاروالۍ سره په همغږۍ ، او د تصویب شویو نقشو پر بنسټ ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د ښاري او ساختماني تخلفاتو د مخنیوي په موخه به څارنه دوامداره وي، او ژمن دی چې د نظم، قانونیت او ښاري انضباط د تأمین لپاره به خپلې هڅې لا زیاتې او ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت