له سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو راټولولو او د دوی ستونزو د رسېدو کمېټې بله ناسته وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۶:۱۵
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، له سیلاب ځپلو سره د مرستو راټولولو کمېټې خپله دویمه ناسته وکړه، چې په کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

د ناستې په پل کې زیانمن شوو ولایتونو کې د شته وضعیت جاج واخیستل شو او په تېره ناسته کې د نیول شوو تصمیمونو عملي کېدا پر څرنګوالي خبرې وشوې.

ورپسې، د یادې کمېټې لپاره د عمل پر پلان خبرې وشوې، چې د ټولو ګدونوالو د تائید وړ وګرځېد.

د یوې تخنیکي کمېټې جوړول، د کاري لایحې ترتیب، د بانکي حسابونو پرانستل او معرفي کول، د لګښتونو لپاره پر منظم میکانیزم کار کول، د سروې د پیلولو لپاره د سیمو  ځانګړي کول، د معلوماتو راټولولو په موخه د سروې ډیزاین او د سوالونو ترتیب، له اړوندو نورو ادارو سره همغږي کول، له سروې وروسته د عملي کارونو پیلول، د مسکن ډولونه ترتیبول، له مرستندویه بنسټونو او مؤسساتو سره ناسته کول او داسې نور موارد د یاد بحث مهم ټکي وو، چې بحثونه پرې وشول.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ټینګار وکړ، چې د تخنیکي  چارو د پرمختګ لپاره دې په اصلي کمېټه کې دخپل وزارتونه خپل وړ کسان ډېر ژر معرفي او په کار دې پیل وکړي.

تمه ده چې د یادې کمېټې چارې به ژر عملي بڼه پیدا او د هېوادوالو درد ته به دوا شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت