د فاریاب ولایت په لویو لارو کې د مساجدو د جوړیدو لپاره ساحې کروکې شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۴:۰
.

۱۴۴۵/۸/۱۴

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا میرزا ذوالفقار وايي، د کرنې، اوبو او مالدارۍ، ټولګټو، حج او اوقاف، استخبارات ریاستونو، امنې قوماندانۍ، د ولایت د محترم مقام استازو په ګډون یو ګډ هیئت د مساجدو د جوړیدو په موخه د فاریاب ولایت د لویې لارې څخه لیدنه وکړه او ځمکې یې کروکې کړې.

ملا ذوالفقار وویل، چې یادې سیمې په حدود د ۷۰ کیلو متره په اوږدو کې د فاریاب - مزار او فاریاب -بادغیس په لویو لارو کې تثبیت او حدود یې معلوم شول.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد مساجد د لویې لارې څخه په مناسبه فاصله کې جوړیږي تر څو راتلونکې کې د سړک د پراخیدو سره کوم مشکل جوړ نکړي یا هم لګښت پرې دویم ځل را نشي.

په پام کې ده چې یاد مساجد په ټولو لویو لارو کې د ټولو اسانتیاو سره د لمونځ کونکو مسافرو لپاره جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت