کونړ کې د یو روغتیایي کلنېک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
7/8/1445
کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نبي الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ رودود کلي کې د یو فرعي روغتیايي کلنېک له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي نبي الله وايي، یاد روغتیایي کلنېک د ملګرو ملتونو د (یو، این، ایچ، سي، آر) ادارې په مالي لګښت او د ا.ا.ا د عامې روغتیا محترم وزارت په همکارۍ جوړېږي، چې (۲۰) خونې لري.
نوموړي وایي، د کلنېک د رغنیزو چارو د څارنې په موخه ګډ تخنیکي ټیم چارې له نږدې ولیدې او قراردادي شرکت ته یې د چارو د لا ښه کیفیت او چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې