د مرکزي ریاستونو کړنې و ارزول شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۲:۲۶
picture

۱۴۴۵/۷/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د دې وزارت د یو شمېر رئیسانو او نورو مسؤلینو سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د مرکزي ریاستونو کړنې وڅېړل شوې، په ټولو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو او نظرونه شریک شول.

د ناستې په دوام، محترمو رئیسانو د دوی د ریاستونو اړوند ستونزې او ننګونې له محترم بامیاني سره شریکې کړې او په تړاو یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، تر څو د ستونزو او ننګونو د حل لارې چارې ولټول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د محترمو رئیسانو ستونزې واوریدې او د کارونو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

نوموړي له مرکزي او ولایتي مسؤلینو وغوښتل تر څو خپلې دندې او د دوی اړوند مسؤلیتونه د الله ج د رضا لپاره وکړي او د خپلو هېوادوالو کارونه په ټاکلي وخت او په اصولو برابر ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت