عینو مېنه کې د هستوګنیزو کورونو او سړکونو رغنیزې چارې وڅارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۶
picture

۱۴۴۵/۷/۹

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین عاشق وايي، د دې ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم په یاد ولایت کې د عینو مېنې د هستوګنیزو کورونو او سړکونو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

مولوي عاشق وایي، د کندهار عینو مېنې په تفریحي پارک ساحه کې د نوو سړکونو او د یاد ښارګوټي د سویل لوري ته د غځېدلو سړکونو له جوړولو څارنه وشوه.

دغه راز په یاد ښارګوټي کې د قول اردو اړوند پنځوس هستوګنیزو کورونو له رغنیزو چارو څارنه وشوه او قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، چې رغنیزې چارې د انجنیري اصولو سره سم په معیار برابرې تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د تعمیراتي او ښاري رغنیزو پروژو څارنه کوي، تر څو یې چارې په انجینري اصولو او معیارونو برابرې تر سره شي.


_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت