د خوست، غزني او میدان وردګ ولایتونو د کور او ښار جوړولو ریاستونو کړنې و ارزول شوې
۱۴۴۴/۱۱/۱۹
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د خوست، غزني او میدان وردګ ولایتونو د کور او ښار جوړولو رئیسانو سره په کتنه کې په سیمه کې د ښاري وضعیتونو، ښاري پلانونو پلې کولو او شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د یادو ولایتونو رئیسانو له محترم سرپرست وزیر څخه په بېلا بېلو برخو کې له همکارۍ مننه وکړه او په خپلو ولایتونو کې د فعالیتونو، وړاندیزونو او ستونزو په اړه یې معلومات شریک کړل.
د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس وویل، په دغه ولایت کې اته ښارګوټي د تېر حکومت په مهال داسې جوړ شوي چې بېلا بېلې سرغړونې او خپل سري لري او ستونزې یې رامنځته کړي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، په ډیری ولایتونو کې د غیر پلانې ودې له همدې امله رامنځته شوي، چې خلکو خپل سري کارونه کړي او ښاري سرغړونې یې کړي دي.
نوموړي لارښوونه وکړه، چې د ښاري پلانونو په تطبیق کې دې د څار او خوندیتوب لړۍ دقیقه کړي او د ښاري پلانونو د تطبیق برخه کې دې په ولایتونو کې له اړوندو ادارو سره د همغږۍ روحیه پیاوړې کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.