په هلمند ولایت کې د روغتیايي کلینیکونو د کار له جریان لیدنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۴:۳۳
picture

1444/11/11
په هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په دې ولایت کې د روغتیايي کلینیکونو د کار له جریان څارنه وکړه.
یاد ریاست د هلمند ولایت په خواجه غریب، حاجي خیل، په کجکي ولسوالۍ کې کوچنۍ سیمه، په نادعلي ولسوالۍ کې د ناصرو او ماتکي روغتیایي کلینیک، د نهرسراج ولسوالۍ روغتیایي کلینیک، په ناوې ولسوالۍ کې د شورشورک روغتیایي کلینیک، په مارجې ولسوالۍ کې د غریبانو او بلوچانو روغتیایي کلینیک او د مهاجرو د روغتیایي کلینیکونو د کانکریټ اچونې، د بنسټ ایښودو د کمیت او کیفیت او د خشتکارۍ له چارو بررسي وکړه.
یاده بررسي د کارونو د لا ښه والي په موخه وشوه تر څو چارې د شرط پاڼې مطابق په معیاري او د انجنیري اصولو مطابق مخته لاړې شي .
دغه راز قراردادي شرکتونو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د تعمیرونو له چارو نظارت کوي، تر څو د ودانیو کارونه په ښه کیفیت د اصولو سره سم په معیاري ډول سرته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

په اسلام قلعه بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۴۳۹۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د اسلام قلعه ولسوالۍ د اسلام قلعه بندر په ساحه کې د ۴۳۹۴.۸۱۸ جریبه ځمکې سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت