د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې ساحوي څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.
یاده څارنه د ښار جوړولو د اصولو او نافذه مقرراتو د تطبیق د ارزونې په موخه ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې څرګنده شوه، سره له دې چې پخوا هم څو ځله د یادې ساحې له ودانیزو چارو څخه لیدنه شوې او مالکینو ته سپارښتنې شوې وې چې غیرقانوني فعالیتونه ودروي، خو بیا هم په پټه توګه ساختماني فعالیتونه دوام لري.
د څارنې پر مهال ټینګار وشو، چې ټول هغه فعالیتونه چې د ښاري پلانونو او نافذه اصولو خلاف ترسره کېږي، باید سمدستي ودرول شي او هېڅوک دې پرته له قانوني جواز څخه ساختماني چارې نه ترسره کوي.
همدارنګه، یادې چارې د ښاري سرغړونو د مخنیوي، د غیرمجازو ودانیزو فعالیتونو د کنټرول او د ښاري نظم د تأمین په موخه ترسره شوې، څو د ښار په کچه د بې نظمه ودانیزو چارو مخه ونیول شي.
