په بامیان کې د کچالو له ذخیرو څخه نظارت وشو
۱۴۴/۰۴/۱۳
د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دشت تیکر،پای کوتل، خولنکاش او په فولادي دره کې د وقازان د کچالو له ذخیرو څخه څارنه کړې ده.
د کچالو د ذخیرو د جوړن ځای کارونه (۳۰) سلنه مخته تللي دي چې ډیر زر به بشپړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي تعمیرونو د کارونو له کمیت او کیفیت څخه څارنه کوي، تر څو په اصولي او معیاري ډول یې کارونه مخته ولاړ شي.