د پکتیکا ارګون ولسوالۍ کې د یو پلچک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۴/۰۲/۲۴
د پکتیکا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د یو پلچک له ترمیماتي چارو څارنه وکړه، تر څو یې چارې معیاري ترسره شي.
د یاد پلچک ترمیم شاوخوا شل ورځې مخکې پیل شوی و، چې د پکتیکا د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د تخنیکي انجنیري ټیم له څارنې او ارزونې وروسته یې چارې بشپړې او دمګړۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د رغنیزو چارو د پر وخت بشپړېدو ترڅنګ د رغنیزو پروژو د چارو له کیفیت او معیاري کېدو څارنه او ټینګار کوي.