شبرغان کې د غالیو د مارکېټ له رغنیزو چارو څارنه وشوه
![picture](/sites/default/files/2022-08/whatsapp_image_2022-08-14_at_2.57.21_pm.jpeg)
۱۴۴۴/۰۱/۱۶
د جوز جان ولایت د ښارجوړولو او ځمکو ریاست په شبرغان کې د غالیو د جوړولو د مارکیټ د رغینزو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد ریاست د انجنیرانو د نظارت ټیم د دې مارکېټ د معیاري سیخ بندۍ، قالب بندۍ، بنسټ او سپل اچولو څارنه وکړه.
د نظارت ټیم د دې پروژې د رغولو د شرکت مسول ته د کار د ښه والي لپاره سپارښتنې وکړې، تر څو د دې مارکېټ د رغولو چارې د نقشې مطابق د انجنیرۍ اصولو په نظر کې نیولو سره په ستنډرډ برابر ورغول شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ودانیو د جوړولو څخه په سمه توګه څارنه کوي، تر څو ودانۍ په معیار او اصولو برابرې جوړې شي.