د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست فعالیتونه وارزول شول
![it_department](/sites/default/files/2022-06/tknalwzhy_0.png)
۱۴۴۳/۱۱/۲۲ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رییس او نورو مسؤلینو یې د یاد وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي ته د خپل ریاست اړوند فعالیتونو او ستونزو په تړاو معلومات وړاندې کړل. دوی د ټولو هغه لارو چارو په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل چې له مخې یې د وزارت کار کوونکو ته انټرنټ ورکول کېږي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د معلوماتي تکنالوجۍ ریاست مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې په وزارت کې د شته ټکنالوجۍ له ګټو دې سالمه ګټه پورته کړي او چارې دې په عادلانه توګه سمبال کړي.