نیمروز ولایت کې له اووه میلیون افغانۍ زیات عواید ترلاسه شول
۱۴۴۳/۱۰/۱۷
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په نیمروز ولایت کې (۷۹۱۷۸۳۳) اووه میلیونه، نهه سوه او اولس زره او اته سوه دري دېرش افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته وسپارل.
دغه عواید د دولتي ځمکو او هټیو د په اجارې له ورکړې، کدستري خدماتو او د مخابراتي انتونونو لپاره د براورد له حق الزحمې ترلاسه شوي دي.
پورته ذکر شوي عواید د یاد ولایت د مستوفیت له لارې د نیمروز مرکزي بانک ته حواله شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې عواید به په شفافه توګه راټولو او هڅه کوي چې ملي بودیجه پیاوړې کړي.