د ټولنیز هستوګنې وړاندیز شوی پلان چمتو شوی دی

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۱۴:۱۶
cfgv

۱۴۴۳/۰۹/۱۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټولنیز کور جوړولو طرحه جوړه کړې، چې په دغه طرحه کې دوه خونې، درې خونې او څلور خونې کورونه په پام کې نیول شوي دي.

د ټولنیز کور جوړولو پلان عموما د کرایې په بڼه ده، چې د جګړې وروسته هیواد کې په عمومي توګه د اقتصادي او د هستوګنې ځایونو د بحران له امله وړاندیز شوی.

د ټولنیزې هستوګنې په جوړولو سره، دا ممکنه ده چې کورونه ډير شي او دا به عرضه زیاته کړي او د کور په بازار کې توازن رامنځته کړي او په دې توګه د اقتصاد په پرمختګ کې مرسته کېږي.

په دغه وړاندیز شوې طرحه کې هغه کورونه چې جوړیږي د یوې ځانګړې نېټې پورې به مشخص کسانو ته په کرایه ورکول کېږي.

البته، د يادې طرحې له مخې به دغه کورونه د ښاروالۍ او يا هم د خيريه بنسټونو له خوا جوړېږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۵
Background image

په کندهار پوهنتون کې د انجنیرۍ پوهنځۍ له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۱/۹/۱۴۴۶

د کندهار ولایت د کوراوښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه.

ښ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزوچارو څارنه تر سره شوه

۱۱/۹/۱۴۴۶

د میدان وردګ ولایت د کوراو ښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

سرپل ولایت کې د ښارې سرغړونو مخنیوی وشو

۱۱/۹/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس داملا محمد نور نوراني په. . .

BACK TO NEWS