د لوګر ولایت په مرکز کې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۵/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د کارته مأمورین څخه تر عمراباد پورې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.
یاده سروې د ځمکې د طبیعي وضعیت، لوړو ژورو او نورو تخنیکي ځانګړتیاوو د معلومولو په موخه ترسره شوې، چې پایلې به یې د ښاري پلان جوړونې او راتلونکو پراختیايي چارو په تنظیم کې ګټورې تمامې شي.
