د نوي کابل ښار د ۳ او ۴ زون د فاضله اوبو شبکې طرحه او ډیزاین بشپړ شو
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې د نوي کابل ښار د ۳ او ۴ زون د فاضله اوبو شبکې طرحه او ډیزاین او د ښاري بیخ بیناوو طرحه بشړه کړه.
د نوي کابل ښار د فاضله اوبو شبکې طرحه او ډیزاین د ښار جوړولواو ځمکو وزارت دانجنیرانو له لوري په معیاري توګه ډیزاین شوې ده.
په دغه طرحه او ډیزاین کې د چاپیریال او جغرافیوي موقعیت ته په کتو ترتیب شوې چې په راتلونکي کې ستونزې رامنځته نه کړي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټولو ښاري بیخ بینایي پروژو کې معیاري سیستم په پام کې نیولی او د نوي کابل ښار د فاضله اوبو شبکه یې داسې طرحه او ډیزاین کړې چې وکولی شي اقتصادي ګټې هم ترلاسه شي.