په بدخشان ولایت کې له شل جریبه زیاته ځمکه سروې او کدستري نقشه یې برابره شوه

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ریاست له تحول وروسته په دې وروستیو میاشتو کې د دولتي ځمکو ثبتولو ترڅنګ ، له تعمیرونو څارنه او ساتنه کړې او د څو بېلا بېلو تعمیرونو د اجارې کرایه یې راټوله کړې ده.
د بدخشان د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د سروې او کدستري نقشې برخه کې د یاد ولایت په مرکز لایابه کلي کې ۲۰ جریبه او ۱۰ بسوې اوبیزه ځمکه چې په شخړه کې وه، سروې او کدستري نقشه کړه.
دغه راز یاد ریاست د مالچر ځمکو چې ادعا پرې شوي، اسناد یې تر څېړنو او ارزیابۍ لاندې نیولي او وروستیو اقداماتو لپاره یې برابر کړي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالچر او نورو ځمکو د ثبت برخه کې له معقولو او اغېزمنو لارو چارو کار اخلي چې د ملي شتمنۍ په توګه افغانانو ته د مناسبې پراختیا او پرمختګ زمینه برابره شي.