د ښار جوړولو متخصصین د نوي کابل ښار د ماسټر پلان پر محور راټول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۳
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۴/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د دقیقې ارزونې او په عملي ډګر د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نوي کابل ښار ماسټر پلان او ساختاري پلان د متخصصینو پر مېز کېښود.

په دې معلوماتي پرزنټېشن کې، د کور او ښار جوړولو محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دغه وزارت مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټی، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د وزارت یو شمېر رئیسانو، د کابل پوهنتون او کابل پولی‌تخنیک پوهنتون محترمو استادانو، د کابل ښاروالۍ محترم مرستیال صدرالدین تاجک او یو شمېر نورو مسلکي کادرونو ګډون وکړ.

د وزارت اړوند مسلکي ټیم د نوي کابل ښار د ماسټر پلان او ساختاري پلان په تړاو د رامنځته شوو تغیراتو او توافقاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو نظرونه پرې وغوښتل شول، چې هر اړخیز بحثونه پرې وشول، نظریات وړاندې شول او تجربې شریکې شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، له دې کار یې موخه دا وه، ترڅو د یاد ښار په تړاو هر ګام له بشپړ احتیاط او تدبیر سره واخیستل شي او په راتلونکي کې پلانونه له پېچلي وضعیت سره مخامخ نه شي.

غونډه د تفاهم، همغږۍ او متقابلې همکارۍ په فضا کې پای ته ورسېده، او ګډونوالو د ماسټر پلان او ساختاري پلان د مؤثر تطبیق لپاره خپل بشپړ ملاتړ او همکاري څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت