د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د وردګ ولایت سیمه‌ییز پراختیا پلان منظور کړ

Nasiri_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۰:۳۶
میدان وردک

د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزي د وردګ والي ښاغلي عبدالرحمن طارق، د ولایتي شورا رئیس ښاغلي محمد طاهري او د دې ولایت بېلابېلو ادارو رئیسانو په ګډون، د وردګ ولایت سیمه‌ییز پراختیا پلان منظور کړ.

په پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د ورګ ولایت پراختیا سیمه‌ییز پلان جوړول، د دې ولایت د منظمې پرمختیا په برخه کې کوټلی او حیاتي ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا پلان به په دې ولایت کې پرمختیايي او ټولګټو پروژو پلي کېدو او د خلکو په ژوند کې اسانتیا رامنځ‌ته کېدو تر څنګ اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره کړي.

وروسته د وردګ والي د دې پلان منظورول د وردګ ولایت د پرمختیا لپاره مهم ګام وباله او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزې پاملرنې او همکارۍ څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

د یادولو ده چې سیمه‌ییز پلانونه د ښارونو او لرې پرتو سیمو تر منځ د متوازنې پرمختیا، اقتصادي ودې، په سیمه کې د بېلابېلو بنسټونو پرمختیايي فعالیتونو انسجام، د بې‌وزلۍ کموالي، د خوندي چاپېریال جوړولو او رامنځ‌ته کولو او د خلکو د ژوند کچې لوړولو په موخه جوړېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

کابل ښار کې د الشفاء روغتون له د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار کې د الشفاء (جمهوریت) روغتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت