کابل ښار کې د الشفاء روغتون له د ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۸:۵۵
الشفاء

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار کې د الشفاء (جمهوریت) روغتون د پروژې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه وشوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د کارونو جریان وڅارل شو، چې په لومړۍ برخه کې د لس پوړیزه تعمیر د کړکیو لپاره د طبي پردو نصب، د اوبو رسولو تجهیزاتو لګول او د مرکز ګرمي پایپونو غځول روان وو.

همدارنګه، په دویمه برخه کې د جلا تعمیرونو لپاره قالب تړل او سیخ تړل، د اکسیجن برخه او د اوبو رسولو پایپونو نصب، د خشتکارۍ، پلسترکارۍ او رنګمالۍ چارۍ، او د برقي سیستم اړوند د ساکټونو او سویچونو نصب او تنظیم تر کار لاندې وو.

په درېیمه برخه کې د اکسیجن پلانت لپاره د مسي پایپونو نصب، د انټرنېټ شبکې اړوند دکتونو نصب او د اوبو رسولو تجهیزاتو لګولو چارې روانې وې.

یاده پروژه د عامې روغتیا وزارت له لوري مدیریت کېږي او د ساختماني چارو تطبیق یې د ملي يراختیا شرکت له لوري د قرارداد له مخې پرمخ وړل کېږي.

د څارنې په ترڅ کې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي.

د ساختماني او زیربنایي پروژو د ودانیزو چارو دوامداره څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د پروژو د معیاري تطبیق لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت