په جوزجان کې څه باندې ۲۴۸ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۴۸
جوزجان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو  بانک  برنامې د پلي کېدو پر مهال  د جوزجان ولایت اړوندو سېمو په ۲۶۲ قطعو کې ۲۴۸۶۳۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، د ۱۹۴۵۹۰ جریبه سپینه دولتې ځمکه او پاتې ۵۴۰۴۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه  دې چې د دې ولایت په مرکز او  بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت