په بغلان کې څه باندې ۲۱۲ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۰:۰
بغلان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د بغلان ولایت اړوند سیمو په ۱۹۱ قطعو کې ۱۸۳۹۹۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۸۳۰۴۸ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۴۹ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۲۴
Background image

د کونړ ولایت ستراتېژیک پلان د  منظورۍ اخیستلو لپاره وړاندې شو

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د کونړ ولایت لپاره جوړ شوی ماسټر پلان د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ته، د منظورۍ اخیستلو په موخه وړاندې او تشریح شو.

د ملي جامع پلان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د لوګر ولایت لپاره ترتیب شوی ماسټر پلان د تائید اخیستلو لپاره وړاندې شو

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني حضور ته، د لوګر ولایت لپاره ترتیب شوی ماسټر پلان وړاندې شو.

دغه ماسټر پلان، د  دغه وزارت د ملي جامع. . .

BACK TO NEWS