د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته سپارلی دی، یوه ناسته د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا  د محترم مرستیال، مولوي گل زرین صابر په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې د عمومي ریاستونو او اړوندو ریاستونو یو شمېر رئیسان حاضر وو، چې ښاغلي مرستیال صابر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د پلي کېدو لپاره اړینه ده چې له اړوندو ادارو او د عطا د خیریه بنسټ سره لازمه همغږي رامنځته شي، تر څو د روغتون د جوړولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

همدارنګه د ناستې ګډونوالو د موضوع او د کمیټې له غړو ادارو سره د همغږۍ د څرنګوالي په اړه خپلې نظریې او لیدلوري وړاندې کړل او اړوند پرېکړې وشوې.

یادولو وړه ده، چې په وروستیو کې د ریاست الوزرا عالي مقام ځانګړې کمیټه ټاکلې ده، چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي او ګڼ وزارتونه او امارتي ادارې یې غړیتوب لري، څو د کابل په نوي ښار کې د یوې سرطاني شفاخانې د جوړولو په برخه کې د تخنیکي، مالي او چاپېریالي برخو د څار او ارزونې پروسه پر مخ یوسي او اړینه همغږي رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت