میدان وردک ولایت کې ۱۱۸۸۶۷ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۷:۴۷
میدان وردک

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې لارې په میدان وردک ولایت کې ۱۱۸۸۶۷ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۱۳۱۲۷ جریبه سپینه دولتي او پاتې ۵۷۴۰ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت