د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
اصلاحات اداری

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شوه.

د یاد پلان له مخې، هغه ۸۷۸ استوګنیزې نمرې چې مخکې د سیمه ‌ییزې ادارې له لوري پر اوسېدونکو وېشل شوې وې، په شاوخوا ۱۸۲۶ جریبه ځمکه کې د امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخوندزاده، حفظه‌الله تعالی، د حکم پر بنسټ، د موجوده وضعیت، اعظمي شته امکاناتو، د اوسېدونکو د اړتیاوو او عامه ښاري خدمتونو ته د لاسرسي په پام کې نیولو سره د سیمې عمومي پلان کې اصلاح او تعدیل شوې دي.

د تعدیل شوي پلان موخه دا ده چې د استوګنیزو ساحو ترڅنګ د سیمې د اوسېدونکو لپاره اړین عامه، ښوونیز، روغتیايي، دیني، تفریحي، ورزشي او سوداګریز خدمات په منظم ډول تنظیم او د ښاري اصولو مطابق د اړتیا وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

د پلان له مخې، د ښوونې او روزنې په برخه کې د یوې لېسې، دوو لومړنیو ښوونځیو، چې یو د نجونو او بل د هلکانو لپاره دی، او درېیو وړکتونونو د جوړولو لپاره ساحې ځانګړې شوې دي. دغه راز، د دیني زده‌کړو لپاره د دوو دیني مدرسو او د اوسېدونکو د عبادتي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۸ جوماتونو لپاره هم ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یوه روغتیايي کلینیک د جوړولو ساحه ځانګړې شوې، څو د سیمې اوسېدونکي لومړني روغتیايي خدمات په مناسب ډول ترلاسه کړای شي.

همدارنګه، د سالمې تفریح او ورزشي فعالیتونو د پراختیا په موخه د ماشومانو د لوبو پارک، ورزشي ساحه او د ځوانانو لپاره د پارک جوړولو ساحې په پلان کې شاملې شوې دي.

د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د تنظیم او پراختیا لپاره ۸۸ سوداګریزو ودانیو ته په بېلابېلو اندازو او پوړونو کې ځای ځانګړی شوی دی. سربېره پر دې، په ساحه کې موجود دوه د تېلو ټانکونه هم د تعدیل شوي پلان په جوړښت کې تثبیت شوي دي.

د ښاري زېربناوو او نورو عامه خدماتو د برابرولو لپاره د اوبو رسولو، برېښنا، فاضلاب، ترانسپورتي شبکې او نورو اړینو تأسیساتو لپاره هم د اړتیا وړ ساحې په پام کې نیول شوې دي.

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان په ترتیب کې هڅه شوې چې د استوګنې ساحې له اړینو عامه خدمتونو او ښاري اسانتیاوو سره په منظم ډول همغږې شي، څو د موجوده وضعیت او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د سیمې اوسېدونکو ته یو منظم، معیاري او د ښاري اصولو مطابق استوګنیز چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت