په تېره یوه مېاشت کې په پروان کې له ۷۰۰۰ جریبه ډېره دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې ده

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په تېره یوه مېاشت کې د پروان ولایت په مربوطاتو کې ۷۰۷۴ جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې کړې ده.
د دې پروسې له پرمختګ سره؛ د پروان ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د ثبت او سروې شمېر په ۲۶۴ قطعو کې ۱۹۵ زره او ۵۱۰ جریبو ته رسیږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
###