هرات ولايت کې له ۲۰ زره جريبو څخه زیاته دولتي ځمکه استرداد شوه
![هرات](/sites/default/files/2020-07/2afc0ca1-a73b-4d2f-ae38-e00b846e41f8_w1597_n_r1_st.jpg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل د هرات ولايت په زندهجان ولسوالۍ کې ۲۰۵۳۱ جريبه دولتي غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
دا غصب شوې ځمکه له ډيرو کلونو راهيسې د سيمهييزو زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه چې اوسمهال د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لهخوا ترې د معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۵ ميلیونه ۸۹۹ زره او ۳۷۹ جريبه ځمکه او دولتي املاک په ۶۳۶۱ قطعو کې سروې، نښه او ثبت کړي دي.