په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
لغمان

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه چاره، د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د ساحوي ارزونې په مهال څرګنده شوه چې د تېلو پمپ سټېشن د ودانۍ د کانکریټ اچولو چارې روانې دي.

د کارونو د کیفیت د لا ښه تأمین په موخه، تخنیکي ټیم په ساحه کې د کانکرېټ اړوند لازمې ازموینې هم ترسره شوې، څو د پروژې چارې د منظور شوو تخنیکي معیارونو له مخې په معیاري ډول پرمخ لاړې شي.

په یاده پروژه کې د تېلو پمپ څپرکي او اړوند تعمیر، د تېلو د ذخیرې ټانکونه، موټر مینځلځای، د موټرو مینځلځای تعمیر او دوه باب سپټیک څاګانې شاملې دي.

د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې چارې تر دې مهاله شاوخوا ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه حیاتي پروژه د مهترلام ښاروالۍ له داخلي عوایدو تمویلېږي او ټاکل شوې ده چې له بشپړېدو وروسته به د ښاري خدمتونو د پراختیا، د عامه اسانتیاوو د ښه‌والي او د ښاریانو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت