مطبوعاتي اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۳:۱۸
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمود کرزي په اړه د طلوع نيوز د هغه راپور په تړاو چې د ۱۳۹۹ کال د سرطان په ۷مه نېټه د ۶ بجو په خبرونو کې  خپور شو؛ بايد وويل شي چې ښاغلی کرزی د کابل بانک په قضيه کې په حقوقي تعبير تورن نه‌دی پېژندل شوی او هېڅکله د لوی څارنوالۍ له‌خوا پر ښاغلي کرزي د دعوې اقامه نه ده شوې، نو په دې تړاو ټولې ادعاوې بې بنسټه دي.

د کابل بانک بحران بحث ته په تېر کې د قضائيه قوې د خپلواکۍ اصل له‌مخې د افغانستان د درې ګونو محکمو له‌خوا رسيده‌ګي شوې او د محکمو په صادرو شويو احکامو کې تورن اشخاص په روښانه ډول ياد شوي او مجازات شوي دي. په هېڅ صادر شوي حکم کې ښاغلی محمود کرزی د کابل بانک په بحران کې د فساد د عامل په توګه نه دی پېژندل شوی.

په دې برخه کې يوازينۍ موضوع چې پاتې وه، هغه د حقوقي تصفيې موضوع وه چې ښاغلي کرزي د يو شريک په توګه خپل ټول پورونه له ټکټانې سره ۹ سلنه ادا کړي او له کابل بانک سره يې خپل حسابونه پاک کړي دي.

په همدې تړاو ټول اسناد نه يوازې مونږ سره موجود دي، بلکې د کابل بانک بحران ته د رسيده‌ګۍ ادارې په ارشيف کې هم شته او حاضر يوو چې د اړتيا پر مهال خپل ټول اسناد د رسنيو په واک کې ورکړو او يا هم رسنۍ کولی شي چې ياد اسناد د کابل بانک بحران ته د رسيده‌ګۍ ادارې څخه ترلاسه کړي.

په همدې اساس طلوع نيوز ته په کار وو چې ياده قضيه يې په هر اړخيز ډول څېړلې وای او د يادې موضوع د ټولو پټو او ښکاره اړخونو ته له لاسرسي وروسته د بې طرفۍ اصل او د رسنيو قانون ته په پام سره يې راپور چمتو او خپور کړی وی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت