ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له پیروزي استوګنیز ښارګوټي لېدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۰:۳۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د ښار جوړولو، ځمکوالۍ چارو تنظیم او کور جوړونې معین په ملتیا د کابل ده‌سبز ولسوالي کې پروت د پیروزي په نوم له استوګنیز ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د پیروزي ښارګوټي امر محترم عبیدالرحمان عبیدي د ښارګوټي ټولو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل. د عبید په وینا پیروزي ښارګوټی د ۸ زره جریبه ځمکې په مساحت، ۸۸۰۰ استوګنیزو نومرو او ۴۱۷ بلاکونو په لرلو سره په شپږو فازونو وېشل شوی دی.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په څو فازونو کې د جوړو شویو سرکونو او د زېربنا نورو برخو څخه له نږدې وکتل او لارښوونه یې وکړه چې د زېربنا په ساتلو کې دې جدي هڅې وشي.

محترم محمود کرزي دغه راز د هر متر مربع په مقابل کې د اوسنۍ بیې په اړه وویل چې دغه بیې دې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو راټېټې شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر دغه راز وویل، پیروزي ښارګوټی له هر اړخه ښه موقعیت لري او ژمنه یې وکړه چې دا ښارګوټی به په عصري او معیاري توګه ورغول شي.

محترم محمود کرزي په پای کې اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه چې د ښارګوټي ټولې چارې دې په معیاري ډول ترسره کړي.

د ویلو ده چې د دغه ښارګوټي په صنعتي برخه کې اوس مهال ۱۳ فابریکې فعالې دي او تر ۷۰ نورې هغه د ماشینري نصب په حال کې دي.

د پیروزی ښارګوټي یوازینۍ موخه کور ته د شته اړتیا ځواب او پر اړمنو د استوګنیزو نومرو وېش دی. په وروستیو کې په دغه ښارګوټي کې دننه ۱۱۷۷ استوکنیزې نومرې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدو منسوبینو کورنیو باندې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت