په هرات ولایت کې ۲۲۸۵۳۴ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۲ - ۹:۴۳
هرات

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په هرات ولایت کې ۲۲۸۵۳۴ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۳۹ قطعو کې چې ۲۱۶۳۳۴ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۱۲۲۰۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۴۴
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د پلان مطابق خط اچونه پېل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د حکم او لارښوونې له مخې په لغمان ولایت کې هم پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیمونو له لوري، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مرکز کې د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې.

یاده سروې د نږدې( ۱۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت